خېبرپښتونخوا او پنجاب کښې د قامي او صوبائي اسمبلۍ په ديارلس حلقو باندې ضمني انتخاباتو لپاره د پولنګ عمل جاري دې، پولنګ وخت به مازيګر پنځه بجې ختميږي، ضمني اليکشن لپاره د سيکيورټې کلک ګامونه پورتا کړې شويدي ۔
خېبرپښتونخوا او پنجاب کښې د قامي او صوبائي اسمبلۍ په ديارلس حلقو باندې ضمني انتخاباتو لپاره د ووټونو اچولو عمل جاري دې ۔
پولنګ سحر اتۀ بجې شروع شوې او دا به ماښام پنځه بجو پورې جاري وي، ضمني اليکشن لپاره د سيکيورټې کلک ګامونه پورتا کړې شويدي ۔
اليکشن کميشن مطابق ضمني ټاکنو لپاره دوه زره اووه سوه، دوه نوي پولنګ سټيشنۍ قائم کړې شوي، چې پکښې يو زر، اته ديرش حساس او څلور سوه اته انتهائې حساس ګرځولي شوي ۔
د هرپور قامي اسمبلۍ حلقه اين اے يو سل اتلسم د پي ټي آئي عمر ايوب نااهلۍ لوجې خالي شوې دې، او په دې د عمر ايوب کورودانه شهرناز عمر ايوب د تحريک انصاف اميدواراه ده ۔
د پنجاب حلقه اين اے شپږ نوي باندې شپاړس اميدواران ميدان کښې دي، دا حلقه د تحريک انصاف رائے حيدر کهرل نااهلې وروستو خالي کړې شوې وه ۔
دغه رنګ د فيصل آباد حلقه اين اے يوسل څلور باندې هم ضمنې ټاکنې جاري دي، دا حلقه د صاحبزاده حامد رضا سزاوار کيدو لوجې خالي شوې وه ۔
د ډيره غازي خان حلقه اين اے يوسل پنځه اتيا باندې هم ضمنې ټاکنې دوام لري، په دې حلقه اتۀ اميدواران په ميدان کښې دي ۔

