امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په بهارت يو بل وار کړې،او نور پنځه ويشت فيصد ټيرف ئې پرې لګولې دې،چې ورسره په بهارت د امريکې مجموعي ټيرف پنځوس فيصد ته رسېدلې،وائټ هاؤس وئيلي چې ايګزيکټيو آرډر لاندې صدر ټرمپ په بهارت نور پنځه ويشت فيصده ټيرف عائد کړې،وائټ هاؤس مطابق بهارت د روس نه بلاواسطه او بلواسطه تيل درآمد کوي ۔
واشنګټن: وائټ هاؤس ترمخه صدر ټرمپ ايګزيکټيو آرډر د لاندې په بهارت نور پنځه ويشت فيصده ټيرف لګولې دې، چې ورسره امريکې صدر لخوا په بهارت مجموعي ټيرف پنځوس فيصد ته رسېدلې دې ۔
وائټ هاؤس بيان کښې وئيلي شوي چې بهارت نه درآمد کونکي څيزونو باندې اضافي ډيوټي لګول مناسب او ضروري دي، بهارت روس نه بلاوسطه او بلواسطه تيل درآمد کوي ۔
بهر ملکي ادارے مطابق په بهارت اضافي پنځه ويشت فيصده ټيرف به راتلونکې درې هفتو کښې نافذالعمل کيږي، ولې مخکښې نه لګولې شوې پنځه ويشت فيصد ټيرف به صسبا نه عملي شي، ټيرف کښې سټيل، المونيم اور دوا سازې صنعت څيزونه شامل دي ۔