د وزيراعظم شهبازشريف اپيل باندې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ايران سره پنځلس ورځو لپاره د جنګ بندۍ اعلان کړېدې ، د امريکې نه پس ايران او اسرائيل هم د جنګ بندۍ تصديق کړېدې ،صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي چې د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل سره مې خبرې کړي او د دوي د جنګ بندۍ اپيل مې قبول کړيدې ۔
د امريکې صدر لخوا ايران کښې دوباره جنګ تيزولو او دې لړ کښې مهلت نه پس وزيراعظم شهبازشريف امريکائي صدر او ايران ته اپيل کړې وو چې پنځلس ورځو لپاره جنګ بندي اوکړي ۔
وزيراعظم شهبازشريف خپل بيان کښې ايران ته هم اپيل کړې وو چې آبنائے هرمز دې هم پنځلس ورځو لپاره کولاؤ کړي، چې د منطقې د خلقو مشکلات کم شي ۔
د وزيراعظم شهبازشريف دغه اپيل باندې امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ د مشاورت نه پس ايران کښې پنځلس ورځو لپاره د جنګ بندۍ اعلان کړېدې ۔
امريکائي صدر وئيلي چې د پاکستان وزيراعظم شهبازشريف او فيلډ مارشل عاصم منير سره مې په ټيليفون خبرې کړي، اپيل ميڼ قبول کړې او ايران سره پنځلس ورځو لپاره د جنګ فيصله شويده ۔
ډونلډ ټرمپ زياته کړې چې امريکې په ايران کښې خپل زياتره اهداف ترلاسه کړي، او ايران سره د لوظنامې په حواله هم اهم پيشرفت شويدې ۔
صدر ټرمپ اووئيل چې ايران لخوا لس نکاتو باندې مشتمل تجاويز موصول شوي، کوم چې مذاکراتو لپاره قابل عمل بنياد ګڼلې کيديشي ۔
امريکائي صدر مخکښې وئيلي چې د دوه هفتو جنګ بندي به د امن معاهدې او مستقل جنګ بندۍ لپاره اهم ثابتيږي ۔

