وفاقي آئيني عدالت کم عمرۍ کښې وادۀ کولو په معامله اهمه فيصله جاري کړې، عدالت وئيلي چې کم عمرۍ کښې وادۀ کولو باندې سزا کيديشي ، ولې نکاح نشي ختميدې، چائلد ميرج ايکټ کښې د فوجداري سزا ذکر موجود دې، ولې د نکاح مکمل ختمولو هيڅ تذکره پکښې نۀ ده شوې، فيصله کښې دا هم وئيلي شوي چې آئيني تشريح لپاره حتمي فورم آئيني عدالت دې، سپريم کورټ پشمول ټول لوئې واړۀ عدالتونو د آئيني عدالت د حکم منلو پابند دي ۔
اسلام آباد: وفاقي آئيني عدالت د اتلس کالو نه کم مسيحي جينۍ د مسلمان هلک سره وادۀ په معامله مهمه فيصله جاري کړې او واضحه کړې ده چې مسلمان سړې شريعت مطابق اهلِ کتاب زنانه سره نکاح کولې شي ۔
فيصله کښې وئيلي شوي چې چائلد ميرج ايکټ نورلس سوه نهه ويشتم مطابق کم عمر کښې وادۀ کولو باندې سزا کيديشي ولې نکاح نشي ختميدې، دغه ايکټ کښې د نکاح ختمولو هيڅ ذکر نيشته ، البته د کم عمرۍ په وادۀ سزا کيديشي ۔
فيصله کښې وئيلي شوي چې آئيني عدالت د سپريم کورټ په اصولو د عمل درآمد کولو پابند نۀ دې، د سپريم کورټ فيصله چې د آئين او قانون سره متصادم وي، نو آئيني عدالت د داسې فيصلو منلو پابند نۀ دې ۔
ياده دې وي چې د لاهور اوسيدونکې عيسائي جينۍ ماريه بي بي اسلام قبلولو نه پس شهريار نومې کس سره نکاح کړې وه، د جينۍ پلار د اغوا مقدمه درج کړې وه، ماريه بي بي عدالت کښې بيان ورکړې وو چې هغې په خپله خوښه وادۀ کړېدې ۔

