متحده عرب امارات په يمن کښې تعينات خپل فوجي اهلکاران واپس رابللو اعلان کړې،ديو اے اي دفاع وزارت وئيلي چې دغه فيصله د اوسني پرمختګ وروستو جامع جاج اخستو وروستو شوېده، يو اے اي کال دوزره نورلسم کښې يمن نه خپل فوج واپس رابللې وو، ولې د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره ځينې خصوصي يونټس يمن کښې تعينات وو، کوم چې واپس بللې شويدي ۔
دبئي: بهر ملکي خبري ادارے ترمخه د متحده عرب امارات دفاع وزارت اعلان کړې چې يمن کښې تعينات د ترهه ګرۍ مخڼيوي يونټس مشن په رضاکارانه توګه ختم کړې شوېدې ۔
د يو اے اي دفاع وزارت بيان کښې وئيلي دي چې دغه فيصله د اوسنې پرمختګ وروستو جامع جاج اخېستو وروستو کړې شوې ده ۔
يواے اي کال دوزره نورلسم کښې خپل فوج واپس يمن نه رابللې وو د ترهه ګرۍ مخنيوي لپاره ځينې خصوصي يونټس په يمن کښې تعينات وو ۔
تر دې وړاندې د يمن صدارتي کونسل مشر د متحده عرب امارات سره مشترکه دفاعي معاهده منسوخ کولو اعلان کړې وو

