لکي مروت کښې پوليس اهلکارو باندې ترهه ګرو ډزې کړي، د ترهه ګرو په ډزو دوه اهلکاران شهيدان شوي دي، د شهيد اهلکارانو پيژندګلو کانسټيبل اسد او کانسټيبل سميع الله په نومونو شويدې ۔
لکي مروت: پوليس چارواکو وئيلي دي چې لکي مروت کښې په بيګو خيل روډ نامعلومه وسله والو ډيوټۍ ته روان پوليس اهلکارانو باندې ناترڅه ډزې کړې دي ۔
پوليس ترمخه دواړه اهلکار د ډيوټۍ لپاره په موټر سائيکل روان وو چې پرې نامعلومه شرخوښو ډزې کړي دي ۔
د ترهه ګرو ډزو کښې پوليس اهلکار کانسټيبل اسد او کانسټيبل سميع الله په موقع شهيدان شويدي،پوليس د پيښې پلټنې او سيمه کښې سرچ آپريشن شروع کړېدې ۔
پوليس مطابق د پيښې نه پس حمله کونکي تيښته کښې بريالي شوي دي ۔