ملک کښې د پوليس رنځ خوريدو لړۍ لا هم جاري ده، خيبر پښتونخوا کښې د پوليس رنځ نه متاثره نور دوه کيسز رپورټ شوي، چې ورسره ټول ملک کښې روان کال دوران دغه رنځ نه متاثره ماشومانو شميره دري ويشت ته رسيدلې ده ۔
د خېبرپښتونخوا جنوبي علاقو کښې د پوليو دوه نوې کيسونو تصديق شويدې ، د متاثره ماشومانو تعلق ټانک او شمالي وزيرستان سره ښودلې شوې ۔
نيشنل ايمرجنسي آپريشنز سينټر مطابق د خېبرپښتونخوا جنوبي علاقو کښې د پوليو صورتحال انديښنې وړ دې ، راتلونکي مياشت به ټول ملک کښې د پوليو مخنيوي خصوصي مهم چلولې شي ۔
روانه مياشت لکي مروت کښې هم پينځه مياشتو ماشوم کښې د پوليو وائرس تصديق شوې وو ، د نوې دوه پوليو کيسونو رپورټ کيدو سره څښکال ټول ملک کښې د پوليو مجموعي کيسونو تعداد دري ويشت ته رسيدلې دې ۔