د ایبټ آباد په اپر گلیات سیمه کښې بارانونو تباهي خوره کړيده، د يو کچه کور چهت راپريوتو پيښه کښې دوه ماشومې جينکۍ پحق رسيدلي دي ۔
ایبټ آباد ضلعې د باکوټ حدودو یونین کونسل درویش آباد کښې د سختو بارانونو له امله یو کچه کور راپرېوتې دې، د کور د ملبې لاندې دوه ماشومانې راغلي او پحق رسيدلي دي ۔
ريسکيو چارواکو وئيلي چې دغۀ متاثره کور کښې صرف دوه ماشومانې جينکې موجود وې ،چې د کور چهت د زيات بارانونو لوجې راوغورځيدو او دواړه جينکۍ د ملبې لاندې شوې وې ۔
ځائي خلقو په خپل مدد پخپله سره د جينکو مړي د کور د ملبې نه راويستي دي، ايبټ آباد پشمول خواؤشا سيمو کښې د پشکال بارانونو لړۍ لا هم وقفې وقفې سره جاري ده ۔