ټرائي نيشن سيريز پينځم ميچ کښې پاکستان يو ديرش رنزونو سره يو اے اي ته ماتې ورکړې او فائنل ته رسېدلې، پاکستان پنځه وکټ په زيان يو اے اي ته يوسل دوه اوويا رنزونو هدف ورکړې وو، هدف په جواب کښې يو اے اي ټيم يوسل څلويښت رنز کړي او ميچ ئې بيللې دې ۔
شارجه سټيډيم کښې لوبيدلې د سه فريقي سيريز په پينځم ميچ کښې پاکسان ټاس ګټلو وروستو وړومبې بيټنګ کولو فيصله کړې وه، پاکستان مقرره اورونو کښې پينځه وکټو په زيان يوسل يو اوويا رنز سکور کړي وو ۔
فخر زمان اوو اوايا رنز سره ناټ آؤټ اننګز لوبولې، محمد نواز هم اووه ديرش رنزونو سره ناټ آؤټ پاتې شوې وو،صاحبزاده فرحان شپاړس، محمد حارث څوارلس او صائم ايوب يوولس رنز جوړ کړي وو، يو اے اي طرفه نه حيدر علي دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د يوسل دوه اوويا رنز هدف په جواب کښې يو اے اي ټيم مقرره اوورز اووه وکټو په زيان يوسل څلويښت رنز سکور کړي او ميچ ئې بيللې دې، علي شان شاندار اتۀ شپيته رنز جوړ کړي وو ۔
د پاکستان طرف نه ابرار احمد شاندار باؤلنګ کړې او صرف نهه رنز ورکولو سره ئې څلور وکټې په خپل نوم کړې وې، او د ميچ بهترين لوبغاړي اعزاز ورته هم ميلاؤ شويدې شاهين آفريدي او محمد نواز يو، يو وکټ ترلاسه کړې وه ۔
ميچ ګټلو سره سم پاکستان د ايونټ فائنل ته هم کواليفائي کړې ده ، د سيريز فائنل ميچ به د اتوار په ورځ لوبيږي ۔