توشه خانه ټو کيس کښې پخواني وزيراعظم او باني پي ټي آئي او د هغۀ کور وادنې بشریٰ بي بي ته په مجموعي توګه د اوولس، اوولس کالو قيد سزا اورولې ده، عدالت دواړه مجرمان باندې في کس د يو کروړ ، څلور شپيتۀ لکه، پنځه ويشت زره، شپږ سوه، پنځوس روپۍ جرمانه هم اورولې شوې ده ۔
پنډۍ: باني پي ټي آئي عمران خان او بشریٰ بي بي ته توشه خانه ټو کيس کښې لس، لس کالو او پي پي سي دفعه څلور سوه نهه لاندې د اووۀ ، اووۀ کالو قيد سزاګانې اورولې شويدي ۔
دواړو مجرمانو ته په مجموعي توګه اوولس، اوولس کالو قيد سزا ورکړې شوې او في کس د يو کروړ ، څلور شپيتۀ لکه، پنځه ويشت زره، شپږ سوه، پنځوس روپۍ جرمانه هم اورولې شوې ده ۔
سپيشل جج ارجمند شاه اډياله جيل کښې عمران خان او بشریٰ بي بي موجودګۍ کښې د توشه خان ټو کيس کښې محفوظ شوې فيصله اورولې ، ولې د دواړو مجرمانو وکيلان عدالت ته نۀ وو رسيدلي ۔
ياده دې وي چې تير کال په ديارلسمه جولائۍ نيب لخوا توشه خانه ټو کيس عمران خان او بشریٰ بي بي اډياله جيل کېښ نيولې شوي وو ۔
دواړۀ ملزمان اووه ديرش ورځو پورې تفتيش لپاره د نيب تحويل کښې پاتې شوي وو او بيا په شلم اګست احتساب عدالت د توشه خانه ټو کيس ريفرنس دائر کړې وو ۔
بي پي ټي آئي او شریٰ بي بي ته تحفه کښې ميلاؤ شوي والۍ، نيکلس، دوه ګوتمې او ګهړۍ قيمت کم لګولې وو او ځان سره ئې ايښودې وو، نيب دستياب معلوماتو باندې څلور تحفو د غوږونو والۍ، نيکلس، ګوتمه او بريسلټ انکوائري کړې وه، د دوه تحفو تخمينه درې لکه، اتيا زره يورو لګولې شوې وه، کوم چې پاکستاني يو اوويا ملين نه زياتې روپۍ جوړېږي ۔
دا زيورات بلغاري کمپنۍ يو بلې سبحان نومې کمپنۍ باندې خرڅ کړي وو، ملزمانو د دوه څيزونو قيمت اتۀ پنځوس لکه روپۍ لګولې وو او نهه ويشت لکه روپۍ ئې جمع کولو نه پس دغه قيمتي څيزونه حاصل کړې وو، دوه څيزونو کښې ګوتمه او بريسلټ شامل دي ۔

