د پيښور قاسم علي خان مسجد انتظاميې وئيلي دي چې د شوال مياشت شپږ شهادتونه موصول شوي، کوم چې د شريعت مطابق نۀ وو، کميټۍ اعلان کړې چې سبا به پيښور کښې آخري روژه وي، او د خالي په ورځ به وړوکي اختر نمانځلې شي، بلخوا قبائلي ضلعو مومند ، باجوړ ، مردان، بنو، رستم او بعضې نورو سيموکښې سبا د اختر نمانځلو اعلانونه شويدې، د صوبې زياتره برخو کښې به سبا روژه وي ۔
د پېښور تاريخى جومات مسجد قاسم على خان کښې مولانا خېرالبشر په مشرۍ کښې غونډه شوې، غونډې دوران فيصله اوشوه چې د شريعت مطابق شهادتونه نۀ دې ميلاو شوې ۔
د دوي وينا وه چې کميټې ته شپږ نه سيوا شهادتونه ميلاو شوي وو، ولې دغه شهادتونه د شريعت مطابق نۀ وو ۔
د مرکزى کميتى اعلان مطابق ديرش روژې په پوره کيدو په يوويشتم مارچ هفتې ورځ به وړوکې اختر وي ۔
مولانا خېرالبشر اووئيل چې د شوال مياشت په نظر نۀ ده راغلې، سبا به آخري روژه وي،ټول ملک کښې به وړوکي اختر د خالي په ورځ نمانځلې کيږي ۔
بلخوا قبائلي ضلعو مومند ، باجوړ ، مردان، بنو، رستم او بعضې نورو سيموکښې سبا د اختر نمانځلو اعلانونه شويدې، د صوبې زياتره برخو کښې به سبا روژه وي ۔

