مردان کښې د کاټلنګ تحصيل قاسمي کلي کښې د کور دننه د زړې دښمنۍ لوجې نامعلومه ملزمانو ډزې کړي، د ډزو پيښه کښې د يو ې کورنۍ درې زنانه وژل شوي او دوه ماشومان سخت ژوبل شويدي ۔
کاټلنګ: قاسمي سیمه کښې د زړې دښمنۍ لوجې د یو کور دننه نامعلومه کسانو ډزې کړي، ډزو کښې درې زنانه په موقع پحق رسيدلي او دوه نور ماشومان سخت ژوبل شوي هم دي ۔
وئيلي کيږي چې د يو سړې دوه لوڼه د خپل کور نه پلار کره راغلې وې، چې پرې نامعلومه کسانو د کور دننه ناترڅه ډزې کړې دي ۔
د پيښې وروستو ځائي خلق او د ریسکیو اهلکار په سمدستي توګه موقعې ته رسېدلي او وژل شوي او زخمیان ئې هسپتال ته منتقل کړي وو ۔
د خرکي تهاڼې پوليس ايف آئي آر درج کړې او نورې پلټنې ئې هم شروع کړي دي ۔

