ظهران ممداني د نيويارک ښار اولنې مسلمان ميئر منتخب شويدې، امريکاني ميډيا مطابق ظهران ممداني شپږ لکه، اووۀ اوويا زره، شپږ سوه، پنځلس ( خواؤشا نهه څلويښت اعشاريه شپږ فيصده) ووټونه اخستي، او پخواني ګورنر اينډريو کومو پنځه لکه، اتۀ شپيتۀ زره، څلور سوه، اتۀ اتيا ( خواؤشا يو پوليښت فيصده) او کرټس سلِوا يو لک ، اتۀ زره، درې سوه، اووۀ اوويا ووټونه اخستي دي ۔
د نيويارک ميئر منتخب کيدو نه پس خپل اولني خطاب کښې ظهران ممداني وئيلي چې اوس په نيويارک کښې د اسلامو فوبيا لپاره هيڅ ګنجائش نيشته ۔
ظهران ممداني اووئيل چې نن ويرې ته شکست او اميد ته ګټه ميلاؤ شويده، نيويارک کښې موروثي سياست ته لوئې شکست شوې ۔
د نيويارک نومنتخب ميئر اووئيل چې انصاف او سيکيورټي به هر چا ته فراهم کوؤلې شي، يو داسې حکومت به جوړولې شي چې د ټولو لپاره فائده مند وي ۔
ظهران ممداني وئيلي چې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ دې واوري چې نيويارک د تارکين وطن ښار وو، اوس هم دې او بيا به هم وي ۔
خپل خطاب کښې ظهران ممداني د نيويارک ښار ټولو طبقو شکريه ادا کړې او وئيلي دي چې د دې ښار اوسيدونکو تير دولس مياشتو دوران انتخابي مهم نوې تاريخ جوړ کړيدې ۔

