اسلام آباد: د چيف جسټس قاضي فائز عیسیٰ په مشرۍ کښې د سپريم کورټ پنځه کسيزه لارجر بنچ د آرټيکل 63 اے نظر ثاني کيس سماعت کړېدې ۔
سپريم کورټ د آرټيکل 63 اے فيصلې خلاف د نظر ثاني کيس فيصله اورولې او دې لړ کښې دائر شوي اپيلونه سماعت لپاره منظور کړېدي۔
د کيس سماعت دوران چيف جسټس قاضي فائز عیسیٰ اووئيل چې د آرټيکل 63 تشريح کولو کيس کښې د جسټس مظهر عالم اختلافي نوټ ديرشمه جولائۍ باندې راغلې وو او دې لړ بنچ خپله تفصېلي څوارلسم اکتوبر باندې جاري کړې وه ۔او دا چې جسټس مظهر ته د خپلو ذمه واريانو احساس وو۔
جسټس جمال مندوخيل اووئيل چې د سپريم کورټ اکثريتي فيصله کښې وئيلي شوي چې ووټ اچولو او شميرلو کښې فرق دې تپوس ئې کړې چې آېا ووټ اچولو او شميرلو کښې فرق په آئين کښې ليکلې شويدې ؟
ايډيشنل اټارني جنرل عدالت ته اووئيل چې آرټيکل 63 اے فيصله کښې يو شمير تضادات دي، يو طرف ته پکښې وئيلي شوي چې ووټ بنيادي حق دې، او ورسره ورسره دغه بنيادي حق د پارټئ په هدايت ختم کړې شويدې ۔
په دې موقع چيف جسټس استفار کړې که چرې صدر مملکت د سپريم کورټ په رائے باندې عمل نه کوي،نو آيا هغه خلاف کاروائي کيديشي ؟
په دغه سوال د پيپلز پارټۍ وکيل فاروق ايچ نائيک اووئيل چې صدر مملکت خلاف عدالت کاروائي نشي کولې ۔
فاروق ايچ نائيک اووئيل چې آرټيکل 63 اے کيس فيصله اقليتي ججز جاري کړې وه۔
د دغه دلائلو نه پس سپريم کورټ د آرټيکل 63 اے فيصلې خلاف د نظر ثاني کيس فيصله اورولې او دې لړ کښې دائر شوي اپيلونه سماعت لپاره منظور کړېدي۔
ياده دې وي چې په اوولسمه مئي 2022 کښې سپريم کورټ د آرټيکل 63 اے صدارتي ريفرنس باندې خپله رائے ورکړې وه چې پارټي نه مرور د اسمبلۍ غړې د پارټۍ د مرضۍ نه بغير ووټ واچوي نو نو دغه ووټ به نشي شمارلې کيدې ۔