ايډيشنل چيف سيکريټري بلوچستان حمزه شفقات وئيلي دي چې شاهواني سټيډيم خودکش حملې مخنيوې کول ممکن نۀ وو، چاودنې نه وړاندې درې ځله د جلسې انتظاميې ته جلسه ختمولو وينا شوې وه، ولې د صوبائي حکومت ويناد جلسې منتظمينو سنجيده نۀ ده اخستې، حمزه شفقات مطابق د خودکش حمله آور عمر ديرش کاله وو، ولې پيژندګلو ئې نۀ ده شوې، جلسې ته مکمل سيکيورټي ورکړې شوې وه، دحمله آور جلسه ګاه ته داخليدو سره به لوئې ځاني زيان شوې وو ۔
کوئټه: دا خبرې د بلوچستان د کورنیو چارو اېډېشنل چيف سېکرټري حمزہ شفقات خبري غونډې ته خپله وېنا کښي کړي دي ۔
حمزہ شفقات اووئيل چې ځانمرګي بریدګر عمر د دېرشو کلونو څخه کم وو، خو بریدګر نه دې پیژندل شوې،جلسې لپاره امنيت برابر کړې شوې وو ، او کۀ چېرته پېښه د جلسې په ځائې کښې شوې وه نو بيا به پکښې ځاني زيان ډير شوې وو ۔
حمزه شفقات زياته کړه چې ځانمرګي بريد د غونډې له ځائې څخه پنځه سوه مېټره لرې شوې ، او د غونډې وخت د ماسپښين درې بجې وو، خو پېښه دشپې نهه بجې وشوه ۔
اېډېشنل چيف سيکرټري داخله اووئيل چې د سرياب پېښه له کنټروله وتلې وه، د هغې مخنيوې ممکن نۀ وو، د بي اين پي په غونډه کښې يوسل شل پوليس اهلکار تعېنات کړې شوي وو ۔
هغه زياته کړه چې د دولسم ربيع الاول په مناسبت سره هم خطره موجوده ده ، چې د کوم مخنېوي لپاره پولېس او نورې سېکېورټي ادارې چمتو دي ۔