سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال رانا ثنا الله وئيلي دي چې اپوزيشن دې د باني پي ټي آئي په صحت سياست نۀ کوي، که دوي نور څه وئيل غواړي نو سپريم کورټ سره دې رجوع اوکړي، عدالت کښې جمع شوې رپورټ کښې د باني پي ټي آئي د ټول سهولتونو ذکر شويدې، رانا ثنا الله دا هم وئيلي چې د کيس سماعت دوران هم چيف جسټس وئيلي دې د جيل سپرنټنډنټ او د بيرسټر سلمان رپورټ يو شان دي ۔
اسلام آباد: سينيټ غونډه کښې د اپوزيشن ليډر راجه ناصر عباس خطاب نه پس خپل ردعمل کښې رانا ثنا الله اووئيل چې د بيرسټر سلمان صفدر رپورټ کښې دا نۀ دي وئيلي شوي چې د باني پي ټي آئي د علاج کولو نه چا انکار کړيدې ۔
د وزيراعظم خصوصې مرستيال اووئيل چې دغه رپورټ مطابق باني تحريک انصاف ته جيل کښې ايکسرسائز مشينان ، درې وخته ډوډۍ او نور سهوليات ترلاسه دي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې باني پي ټي آئي کله هم جيل کښې د څه مسئلې شکايت کړې نو متعلقه چارواکو ورته مسئله حل کړېده، دې معاملې باندې نور سياست کول لوئې جرم دې ۔
رانا ثنا زياته کړې چې پمز پشان زبردست هسپتال کښې ئې علاج شوې، اوس يو کينسر هسپتال پاتې کيږې، که ضرورت شو ، په هغې کښې به ورله هم علاج اوکړې شي ۔
په دې موقع د وزيراعظم خصوصې مرستيال اعلان کړې چې د باني پي ټي آئي خپل وکيلانو سره کومې خبرې شوي ، په هغې به عمل درآمد کولې شي ۔

