د رمضان المبارک مياشت په نظر راغلې او ټول ملک کښې به زيارت په ورځ اولنې روژه وي، پيښور کښې د مرکزي رويت هلال کميټۍ اجلاس نه پس مولانا عبدالخبير آزاد اعلان کړې چې د زيارت په ورځ به ټول ملک کښې روژه وي ۔
پيښور کښې د رويت هلال کمېټۍ غونډي د چيئرمين مولانا عبدالخبير آزاد مشرۍ کښې شوې چې پکښې د کميټۍ ، د محکمه موسميات او سپارکو مشرانو پشمول نور متعلقه چارواکو ګډون کړيدې ۔
غونډې نه پس خبري غونډې ته وينا کښې د کميټۍ چيئرمين مولانا عبدالخبير آزاد وئيلي چې مختلفو علاقو نه د روژې د مياشت شهادتونه موصول شوي دي ۔
هغۀ اووئيل چې شهادتونو نه پس کميټۍ شريکه فيصله کړې چې ټول ملک کښې به سبا يعنې د زيارت په ورځ اولنې روژه وي ۔
دې ترڅنګ صدر مملکت آصف زرداري او وزيراعظم شهبازشريف ټول قام ته د روژې د مبارکې مياشت په راتګ اومبارکي ورکړې، خپلو پيغامونو کښې صدر زرداري او وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې روژه صرف د لوږې تندې مياشت نۀ ده، بلکه دا مونږ ته د صبر او استقامت درس راکوي ۔
خېبر نيټ ورک انتظاميې او کارکنانو هم اهل وطن ته د روژې مياشت اومبارکي ورکړيده، د اسلام آباد فيصل مسجد پشمول د ملک لوئې وړو ښارونو په زياتره جوماتونو کښې د تراويح دوران د قرآن پاک ختمونه هم شروع شويدي ۔
بلخوا بنګله ديش کښې هم د روژې مياشت په نظر راغلې او په نورلسمه فرورۍ به اولنۍ روژه وي، ولې سعودي عرب او متحده عرب امارات کښې نن اولنۀ روژه وه ۔

