کرم: ډپټي کمشنر جاويد الله محسود باندې حمله کښې ککړ شرخوښو خلاف اقدامات نه کولو باندې حکومت د کرمه کښې د متاثرينو امداد اودرولې دې ۔
ضلعي انتظاميه کرم امن معاهده باندي دستخط نه کونکي دري مقامي مشران نيولے دي ، نيولي شوي کسانو کښې سيد رحمان ، سيف الله او کريم خان شامل دي ۔
خېبرپښتونخوا حکومت کرم متاثرينو لپاره امداد اودرولې ، صوبائي حکومت د کرم ضلعې مشرانو نه د شرخوښو او سهولت کارانو حوالګې مطالبه کړې وه ۔
مقامي مشرانو ته واضحه کړې شويده که چرې مجرمان حواله نکړې شو مالي معاوضه به بندولې شي، او د عدم تعاؤن په صورت کښې به کليئرنس آپريشن به کوؤلې شي، او آبادي په عارضي توګه منتقل کوؤلې شي ۔