افغانستان کښې زلزلې نه متاثره سيمو کښې امدادي کاروائۍ په څلورمه ورځ هم جاري دي، افغان دولت نائب وياند حمد الله فطرت وينا ترمخه تباه شوي ودانو ملبې نه نور مړي راويستلي شوي چې لوجې ئې دغې غمژنه پيښه کښې پحق رسيدلي کسانو شميره څوارلس سوه ، اووه پنځوس ته رسيدلې ده ۔
کابل: افغان حکومت نائب وياند حمد الله فطرت مطابق کُنړ کښي د زلزلې نه د حق رسيدلو شميره څوارلس سوه ، اووه پنځوس ته رسيدلي ، ددري زره څلور سوؤ پوري تنان ژوبل دي ، خوا شاه شپږ زره اته سوؤ پوري کورونو ته زيان رسيدلي ۔
وياند زياته کړې چې زلزله ځپلو سيمو کښې په څلورمه ورځ هم امدادي سرګرمي جاري دي ، د ملبې نه مړو راويستو لپاره هلې ځلې جاري دي ۔
بلخوا افغانستان کښي راغلي زلزلي له امله د کُنړ پشمول نورستان ، ننګرهار او نورې ولايتونه هم متاثره شوي ، د لاري بنديدو له امله امدادي کارونه مشکلاتو سره مخ دي ۔
دې تر څنګ د زلزله ځپلو امدار لپاره نړيوال مرستې جاري دي ، د قطر او ترکي نه د امداد جهازونه رارسيدلي دي ۔