د خېبر پښتونخوا په مختلفو علاقو کښې د بارانونو، طوفانونو او فلش فلډ لوجې د جاني او مالي نقصاناتو تفصيلات جاري شويدي، پي ډې ايم اے وئيلي دي چې دغه سيلابونو دوران درې سوه څلويښت کسان پحق رسيدلي دي، دې دوران يو سل شل کسان ژوبل شوي او پنځوس نه زيات بے درکه دي ۔
پيښور: پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا د صوبې په مختلفو اضلاع سوات، بونير، باجوړ، تورغر، مانسهره، شانګله او بټګرام کې د سيلابونو، بارانونو او فلش فلډ لوجي د جاني او مالي نقصاناتو تفصيلات جاري کړي دې
د اعلاميې ترمخه تر دې دمه دري سوه څلويښت کسان پحق رسيدلي، يوسل شل ژوبل شوي او پنځوس نه زيات کسان اوس هم بے درکه دي ۔
رپورټ مطابق سيلابونو دوران پحق رسيدلي او ژوبل کسانو کښې زياتره شميره د نارينو ده، او زنانه او ماشومان هم دغه فهرست کښې شامل دي ۔
رپورټ ترمخه تر دې دمه په مجموعي توګه څلور اويا کورونو ته نقصان رسيدلے چې پکې دري شپيته کورونو ته جزوي او يوولس کورونه مکمل تباه شوي ۔
د بارانونو لوجي زياتره نقصانات په باجوړ، بټګرام، او بونير کې مخې ته راغلې، صرف بونير کښې دوه سوه نه زيات کسان پحق رسيدلي دي ۔
پي ډي ايم اے وئيلي چې سيلابونو نه متاثره سيمو کښې د پاک فوج ځوانانو،ضلعي انتظاميه او نور متعلقه ادارو سره په شريکه امدادي سرګرمياني جاري دي ۔