وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې اهم اجلاس شوې ، چې پکښې د پټروليم مصنوعاتو نرخ کښې استحکام لپاره پاليسي ګامونه، حکومت لخوا دبچت اقداماتو د نفاذ په پرمختګ او دهغې په اثراتو خبرې شويدي،وزيراعظم وئيلي چې دحکومت کفايت شعارۍ اقداماتو سره شوې بچت به عوامي ريليف لپاره استعمالولې شي وزيراعظم ټول پاکستاني سفارتخانو ته دري ويشتم مارچ انتهائي سادګۍ سره نماځلو هدايت هم جاري کړېدي ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې غونډه شوي ،اجلاس کښې دپيټروليم مصنوعاتو په نرخونو اثر او حکومتي بچت اقداماتو د نفاذ جائزه اخستي شويده ،دپيټروليم مصنوعاتو نرخونو کښې استحکام لپاره پاليسي اقدامات ، حکومت لخوا دبچت اقداماتو د نفاذ په پرمختګ او دهغې په اثراتو خبرې اترې شويدي ۔
اجلاس کښې دا هم وئيلي شوي چي حکومتي بچت اقداماتو نه ترلاسه شوي رقم به موجوده حالاتو کښې د عوامي ريليف لپاره استعمالولي شي ۔
اجلاس کښې فيصله شوي سرکاري او حکومتي سرپرستې کښې د خودمختار ادارو ملازمينو تنخوا نه به پنځه نه تر ديرش فيصد پوري کټوتي کولې شي، ملازمينو تنخوا نه کټوتي به عوامي ريليف لپاره استعمال کښې راوستي شي ۔
هغ اووئيل چې دکارپوريشنز او نور ادارو کښي حکومت نمائنده بورډ اجلاس کښي د شرکت فيس به نشې اخستي ، او دا فيس به هم بچت رقم کښې شاملولي شي ۔
بلخوا وزيراعظم ټول پاکستاني سفارتخانو ته دري ويشتم مارچ انتهائي سادګۍ سره نماځلي هدايت هم جاري کړېدي
اجلاس کښې وفاقي وزرا عطاتارړ، محمداورنګزيب،علي پرويزملک ، وزيرمملکت بلال اظهر کياني ، چيئرمين ايف بي آر او متعلقه اعلي چارواکو ګډون کړي ۔

