ګورنر خېبرپښتونخوا فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا پوليس ترهه ګرۍ خلاف اهم کردار ادا کړې، مونږ ټولو له به په شريکه د ترهه ګرو عزائم ناکام کوؤل وي، د فاټا انضمام اهم اقدام وو، اوس د قبائيلي سيمو ترقي زمونږ اولين ترجيح ده، چيئرمين سينټ يوسف رضا ګيلاني وئيلي چې يوشمير ملکونه کښې د بدامنې ستونزه اوس هم موجود ده، عالمي برادرۍ د افغان مهاجرينو سره کړې وعدې نۀ دې پورا کړي ۔
اسلام آباد کښې د خېبر پښتونخوا ضم شوې قبائلي سيمو اهمه جرګه شوې چې پکښې ګورنر خيبر پښتونخوا فيصل کريم کنډي ، چيئرمين سينيټ يوسف رضا ګيلاني او نور يو شمير حکومتي او سياسي جماعتونو مشرانو ګڼ شمير کښې ګډون کړېدې ۔
ګورنر واضحه کړې چې مونږ ټولو له به په شريکه د ترهه ګرې خاتمې لپاره لائحه عمل خپلول وي، ترهه ګرو عزائم ناکامولو لپاره هم د شريک هلو زلو ضرورت دې ۔
ګورنر مخکښې وائي چې د فاټا په خېبرپښتونخواه کښې انضمام يو اهم ګام وؤ، او داچې د قبائيلي سيمو ترقي زمونږ اولين ترجيح ده ۔
په دې موقع چيئرمين سينيټ يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې د نړې يوشمير ملکونو ته د امن و امان مسئله ورپيښ ده، پاکستان هم د ترهه ګرې د لاسه ډير زيات متاثر شويدې، افغانستان کښې هم په لاکهاؤ خلقو د بدامنې لوجې پاکستان ته نقل مکاني کړې وه، عالمي برادرې د افغان مهاجرينو سره کړې وعدې نۀ دي پورا کړي ۔
يوسف رضا ګيلاني مخکښې وائي چې پاک فوځ د ترهه ګرې خلاف کامياب عمليات کړي، او ډير په مختصر وخت کښې مو آئي ډي پيز دوباره خپلو سيمو کښې آباد کړل ۔