د شوال مياشت په نظر نۀ ده راغلې، سبا به آخري روژه وي،ټول ملک کښې به وړوکي اختر د خالي په ورځ نمانځلې کيږي، قبائلي ضلعو باجوړ او مومند په بعضې ځائيونو کښې به سبا اختر وي، دغه خلقو سعودي عرب سره روژه نيولې وه ۔
اسلام آباد: د شوال مياشت ليدو لپاره د مرکزي رويت هلال کميټۍ اجلاس اسلام آباد کښې شوې ،چيرمين مولانا عبدالخبير آزاد د غونډې مشري کړې، اجلاس نه پس خبري غونډې ته وينا کښې مولانا عبدالخبير آزاد د وړوکي اختر اعلان کړې دې ۔
اجلاس مشري د رويت هلال کميټۍ چئيرمين مولانا عبدالخبير آزاد کړې، دمرکزي رويت هلال کميټۍ غونډې سره سره ملک کښې د ماه شوال مياشت کتلو لپاره د زونل کميټيانو غونډې هم شويدي ۔
اجلاس کښې مرکزي رويت هلال کميټۍ د شوال يعنې وړوکي اختر مياشت په نظر نۀ راتلو اعلان کړې دې ۔
شريک خبري غونډي ته خطاب کښې د رويت هلال کميټۍ چئيرمين مولانا عبدالخبير آزاد وينا وه چې ملک کښې د يو ځائې نه هم د مياشت په نظر راتلو شرعي شهادت نۀ دې راغلې، چې لوجې ئې فيصله شوې چې يکم شوال به د هفتي په ورځ وي ۔
بنګله ديش ،سري لنکا،بهارت، ملائشيا او انډونيشيا کښې د شوال مياشت په نظر نۀ ده راغلې، دې ملکونو کښې به سبا د رمضان آخري روژه وي، او د خالي په ورځ به دې ملکونو کښې اختر وي ۔
دې لړ کښې سرکاري اعلانونه هم شويدي ،بلخوا سعودي عرب پشمول خلیجی ملکونوکښې سبا د وړوکي اختر نمانځلو اعلان شويدې، افغانستان کښې نن د وړوکي اختر اولنې ورځ وه ۔

