حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې اضافه کړې، پټرول في ليټر قيمت کښې پينځه روپۍ اضافه کړې شوې، چې ورسره د پټرولو قيمت دوه سوه اتۀ پنځوس روپۍ، اوولس پيسې ته رسېدلې، د ډيزلو في ليټر قيمت هم اووۀ روپۍ دوه ديرش پېسې ګران شوې، پټروليم ډويژن د پټروليم مصنوعاتو نوې نرخونو نوټيفکيشن هم جاري کړې ۔
اسلام آباد: د پټروليم ډويژن طرف نه جاري شوې نوټيفکيشن ترمخه حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې اضافه کړې ده ۔
اعلاميې مطابق پټرولو في ليټر قيمت کښې پينځه روپۍ اضافه شوې، چې ورسره د پټرولو نوې قيمت دوه سوه، اتۀ پنځوس روپۍ اوولس پيسې ته رسېدلې دې ۔
نوټيفکيشن ترمخه د ډيزلو في ليټر قيمت هم اووۀ روپۍ دوه ديرش پېسې ګران کړې شوې، د هائي سپيډ ډيزلو قيمت دوه سوه پينځه اوويا روپۍ اوويا پيسې في لټر مقرر کړې شوېدې ۔
د پټروليم ډويژن په نوټيفکيشن کښې مخکښې وئيلي شوي دي چې د پټرولويم مصنوعاتو نوې نرخونه نن نه عملي کړې شوې دي ۔

