پيښور: د حيات آباد انډسټرئيل ايريا کښې د ټشو پيپرز جوړولو کارخانه کښې تير شپه ناوخته اوور لګيدلې وو، کوم چې تردې دمه هم نۀ دې مړ کړې شوې ۔
ريسکيو چارواکي وائي چې اوور باندې نوي فيصده پورې قابو موندلې شوې او د مکمل مړ کولو لپاره د فائر بريګيډ ګاډي هلې ځلې کوي ۔
ريسکيو چارواکو مطابق اوور مړ کولو کښې ورله مشکلات رامخې ته وو، او ډير زر به پرې قابو اوموندلې شي ۔
ريسکيو چارواکو مخکښې وئيلي چې اوور مړ کولو هلو ځلو کښې شل نه زيات ګاډي او سل پورې اهلکاران مصروفه دي او ډېر زر به مکمل مړ کړې شي ۔
ريسکيو ذرائعو وئيلي چې د کارخانې اتيا فيصده پورې سامان مکمل سوزيدلې دې اودا مهال د کولنګ عمل جاري دې ۔
دوي زياته کړې چې تير شل ګهنټو راهسې د اوبو زيات استعمال لوجې د کارخانې چهت هم راپريوتې دې ۔
ترجمان مطابق د اوور مړ کولو لپاره د مردان او چارسدې پشمول د نور ضلعو نه هم د اوور مړ کولو ګاډي راګوښتې شوي وو ۔