اليکشن کميشن آف پاکستان د آئيني عدلات په حکم کوئټه کښې بلدياتي انتخابات اودرولي ، او دې لړ کښې ئې نوټي فکيشن هم جاري کړېدې ۔
اسلام آباد: د اليکشن کميشن آف پاکستان طرف نه جاري شوې نوټي فکيشن مطابق وفاقي آئيني عدالت تيره ورځ کوئټه کښې په اتۀ ويشتم دسمبر کيدونکي بلدياتي انتخاباتو حوالې سره حکمِ امتناع جاري کړې وه ۔
نوټي فکيشن مطابق د آئيني عدالت په حکم کوئټه کښې بلدياتي انتخابات اودرولې شوي او د نوې تاريخ اعلان به بيا کولې شي ۔
د کيس سماعت دوران درخواست ګزار آئيني عدالت ته وئيلي وو چې کوئټه کښې حلقه بنديانې د دوه زره اوولسم لاندې شوي، ولې دوه زره دري ويشتم کښې د نوې مردم شمارۍ نوټي فکيشن هم جاري شوي دې ۔
آئيني عدالت کوئټه کښې په اتۀ ويشتم دسمبر کيدونکې بلدياتي انتخاباتو باندې حکمِ امتناع جاري کړې وه ۔

