د چيمپيئنز ټرافي دوه زره پنځه ويشتم اهم ترين ميچ نن د پاکستان او بهارت ترمينځ لوبيږي، ميچ به پاکستان وخت مطابق ماسپخين دوه بجے شروع کيږي ۔
دې اهم ترين ميچ لپاره د پاکستان او بهارت دواړو ټيمونو دبئي سټيډيم کښې زبردست پريکتس کړې او د ميچ ګټې لپاره ئې حکمت عملې ته هم حتمي شکل ورکړېدې ۔
نن د دواړو ټيمونو ترمينځ زبردست مقابله متوقع ده، پاکستان لپاره خپل راتلونکي ټول ميچونو کښې ګټه ترلاسه کول لازي دي، پاکستاني ټيم اولني ميچ کښې د نيوزي لينډ ټيم نه شکست خوړلې وو، ولې بهارت خپل اولني ميچ کښې بنګله ديش ته شکست ورکړې وو ۔
که چرې پاکستان دا ميچ هم بيلو نو بيا به ورله په هوم ګراونډ د ميګا ايونټ سيمي فائنل ته کواليفائي کول ډېر زيات ګران وي ، او بهارتي ته به سيمي فائنل ته رسيدل ډير زيات آسان وي ۔
د پاکستان ټيم هيډ کوچ عاقب جاويد وئيلي دي چې د قامي ټيم فائنل اليون به د ټاس نه لږ شان وړاندې پته لګي ، مونږ به خپل پورا طاقت سره ميدان ته ورځو ۔
عاقب جاويد وئيلي چې دواړو ټيمونو باندې دباؤ ضرور وي، ولې چيمپيئنز ټرافي ميچونو کښې د پاکستان پوزيشن د بهارت نه مضبوط دې، طمع ده چې په بهارت به د نن ميچ کښې زيات دباوؤ وي ۔
بلخوا د پاکستان او بهارت دواړو ټيمونو لوبغاړو دبي سټيډيم کښې ښۀ زبردست پريکسټس کړې، د بيټنګ، باولنګ او فيلډنګ ښۀ زبردست مشقونه ئې کړېدي ۔