وفاقي حکومت د ډيزل قيمت کښې د لوئې کمي اعلان کړې او د پټرول نرخ ئې برقرار ساتلې دې، دې حوالې سره د خزانې وزارت په نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې ډيزل قيمت کښې لټر په سر څوارلس روپۍ کمې شويدې، د نوې قيمتونو اطلاق هم بيګا د شپې دولس بجو نه شوې، کوم به چې راتلونکي پنځلس ورځو پورې وي ۔
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزارت طرف نه جاري شوې نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې راتلونکي پنځلس ورځو لپاره د پټروليم مصنوعات قيمتونو کښې ردوبدل شويدې ۔
نوټي فکيشن مطابق د ډيزل نرخ کښې في لټر څوارلس روپۍ کمې شوې، چې ورسره د د دې نوې نرخ دوه سوه، پنځه شپيتۀ روپۍ او پنځه شپيتۀ پيسې مقرر شويدې ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې د پټرول قيمت دوه سوه، دري شپيتۀ روپۍ او پنځه څلويښت پيسې باندې برقرار ساتلې شوې دې ۔
د نوې قيمتونو اطلاق بيګا د شپې دولس بجو نه شوې، کوم به چې راتلونکي پنځلس ورځو يعنې يوديرشم دسمبر پورې نافذالعمل وي ۔

