د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح اووه اويايم تلين نن نمانځلې شي، د دې ورځې په مناسبت د خصوصي دستورو تابيا شوې ، په مزار قائد فاتحه خواني هم شويده ، حکومتي شخصياتو په مزار قائد حاضري ورکړې او په مزار ئې ګلونه ايښودي دي، صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان جوړولو او آزاد ملک ګټلو لپاره د قائداعظم محمد علي جناح د خدماتو ستائنه کړيده .
نن د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح اووه اويايم تلين نن مانځلې شي، دې ورځې حوالې سره ټول ملک کښې مختلف قسمه تقريبات ترسره کيږي، چې پکښې د قائد اعظم په ژوند باندې رنړا اچولې شي ۔
قائداعظم محمد علي جناح په يوؤلسم ستمبر کال نورلس سوه اته څلويښتم کښې ددې دنيا نه سترګې پټې کړيدي، ولې نن هم بابائے قام د اولس په زړونو کښې ژوندې دې ۔
د قائداعظم محمد علي جناح د تلين مناسبت سره صدر مملکت آصف زرداري او وزيراعظم شهبازشريف بيل پيغامونه جاري کړې او د بابائے قام آزادې جدوجهد او د هندوستان مسلمانانو لپاره د هغۀ خدماتو ته ئې خراج تحسين وړاندې کړې ۔