لکي مروت کښې ترهه ګرو د يو نومي تن کور باندې راکټ لانچرو سره بريد کړې دې، حمله کښې د مقامي امن کميټۍ غړې همايون سخت ژوبل شوې دې ۔
لکي مروت پوليس وئيلي دي چې تهانه ډډيواله حدود عباسه خټک سميه کښې بيګا د شپې ترهه ګرو په يو کور راکټ لانچرو سره حمله کړې ده ۔
پوليس مطابق ترهه ګرو د مقامي امن کميټۍ غړي همايون په کور حمله کړې چې پکښې هغه سخت ژوبل شويدې ۔
پوليس زياته کړې چې بريد دوران د امن کميټۍ ځوانانو بهرپور جوابي کاروائي کړې چې لوجې ئې ترهه ګر تيښته باندې مجبوره شويدي ۔
پوليس دا هم وئيلي چې د امن کميټۍ غړې همايون د پوليس او نورو سيکيورټي ادارو حمايت کونکې دې ۔

