د کوز جنوبي وزیرستان په دژه غونډۍ سیمه کښې د کالعدم تنظيم وسله والو او ځائي مشر کورنۍ ترمينځ جهګړه کښې د صدارتي ايوارډ یافته ملک اسلم نور ورور پحق رسيدلې او د هغۀ یو بل ورور او دوه زنانه ژوبل شویدی، انښته کښې دوه وسله وال هم وژلي شويدي ۔
لوئر جنوبي وزيرستان: ذرائع نه خېبر نیوز ته ترلاسه شوي معلوماتو مطابق تیره شپه ګڼ شمېر وسله والو د واڼه سره نيزدې د خدائې بخښلي ملک اسلم نور په کور حمله کړې ده ۔
ذرائع وائي چې دې دوران دواړو طرفونو نه په یو بل د درنې او سپکې وسلې سره ډزې شوي کومې چې تر سحر پورې روانې وې ۔
ذرائع زیاتوي چې جهګړه کښې د صدارتي ايوارډ یافته ځائي مشر خدائې بخښلي ملک اسلم نور ورور زاهد نور پحق رسيدلې او دغه شان د هغه بل ورور مولا نور او دوه زنانه ژوبل شوي دي ۔
سرچینې مخکښې وائي چې جهکړه کښې د يو مهم کمانډر په ګدون دوه وسله وال هم وژلي شوي او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔
یاده دې وي چې دې نه مخکښې د وسله والو په حمله کښې صدارتي ايوارډ یافته ملک اسلم نور او ملک خادین هم پحق رسيدلي وو ۔