د بلوچستان په مستونګ ضلع کښې ترهه ګرو سيکيورټي فورسز په ګاډي د نصب بم حمله کړې چې پکښې ميجر رضوان طاهر پشمول د پاک فوج درې ځوانان شهيدان شويدي، آئي ايس پي آر وئيلي دي چې سيکيورټي فورسز جوابي کاروائۍ کښې څلور ترهه ګر هم وژلي شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د پنځم او شږم اګست مينځنې شپه د بهارت پراکسي ډلې سره تعلق لرونکي ترهه ګرو د بلوچستان په مستونګ ضلع کښې د سيکيورټي فورسز يو ګاډي ديسي ساختي بم سره په نښۀ کړېدې ۔
آئي ايس پي آر بيان کښې وئيلي شوي چې بمي چاودنه کښې ميجر رضوان طاهر، نائيک ابنِ امين او لانس نائيک محمد يونس شهيدان شويدي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه يو ديرش کلن ميجر رضوان طاهر تعلق نارووال سره وو، د اووه ديرش کلن شهيد نائيک ابنِ امين تعلق د خېبر پښتونخوا ضلع صوابي او شهيد لانس نائيک محمد يونس د ضلع کرک اوسيدونکې وو ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې شهيد ميجر رضوان طاهر يو دلاور افسر وو، د ترهه ګرو خلاف يو شمير کاروائيانې به ئې هميشه ليډ کولې او د فرنټ لائن کردار به ئې ادا کولو ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي چې علاقه کښې سيکيورټي فورسز نوره کاروائي شروع کړې او سيمه کښې موجود د بهارتي حمايت يافته نورو ترهه ګرو مکمل خاتمې پورې به کاروائيانې جاري وي ۔