پاکستان ته په سفارتي محاذ لوئې کاميابي ترلاسه شوې، چين، روس او ايران تصديق کړې چې يو شمير ترهه ګر ډلې افغانستان کښې موجود دي او ګاونډي ملکونو لپاره خطرے باعث جوړيږي ۔
د اقوام متحده جنرل اسمبلۍ اجلاس په موقع پاکستان،چين، روس او ايران خارجه وزيرانو اجلاس شوې، څلور واړو خارجه وزيرانو د افغان طالبانو د کالعدم ټي ټي پي پشمول يو شمير ترهه ګر ډلو ته پناه نۀ ورکولو دعوے رد کړېدي ۔
خارجه وزيرانو دافغانستان کښې ترهه ګرۍ په اړه د سيکيورټي په صورتحال د تشويش څرګندونه کړې او وئيلي دي چې ترهه ګر ګروپونه کالعدم ټي ټي پي، بي ايل اے او مجيد بريګيډ ګروپ افغانستان کښې موجود دي او علاقائي و عالمي سلامتيا لپاره سنګين خطره ده ۔
د څلور واړو ملکونو مشترکه اعلاميه کښې دغه ډلو لخوا ګاونډي او نورو ملکونو کښې د ترهه ګرۍ کاروائيانو په سختو ټکو کښې غندنه کړېده ۔
مشترکه بيان کښې دغه هيوادونو غوښتنه کړې چې طالبان حکومت دې خپله خاوره نورو ملکونو کښې ترهه ګرۍ لپاره استعمالولو ته نۀ ورکوي او د بين الاقوامي وعدو دې پاسداري اوکړي ۔
بيان کښې وئيلي شوي چې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره دې اقدامات کولو کښې د افغانستان مرسته اوکړې شي ۔
دچين او روس خارجه وزيرانو د لکونو افغان مهاجرينو په ميلمستيا د پاکستان او ايران تعريف هم کړېدې ۔