د وزيراعظم شهبازشريف او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ترمينځ ټيليفونک رابطه شوې، په دې موقع وزيراعظم د منطقې امنيت لپاره د پاکستان کوششونو نه سعودي ولي عهد خبر کړېدې، وزيراعظم شهبازشريف سعودي عرب کښې د ميزائل حملو سخت مذمت کړې او ورسره ئې د مکمل ملاتړ او يووالي عزم څرګند کړېدې ۔
اسلام آباد: د سماجي رابطو په ويب پاڼه ايکس باندې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې په دې موقع خادم الحرمين الشرفين شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود، شاهي خاندان، او سعودي اولس ته مې د وړوکي اختر اومبارکي ورکړې او هغوي لپاره مې د نيکو هيلو څرګندونه هم کړېده ۔
وزيراعظم په سعودي عرب د حاليه حملو په سختو ټکو کښې غندنه کړې او سعودي عرب سره په دې سخت وخت کښې کلک اودريدو او د يوا والي عزم څرګندونه هم کړې شوې ۔
وزيراعظم د سعودي قيادت تحمل ستائلې، کشيدګۍ کښې کمې، فوري جنګ بندۍ او مسلمان ملکونو کښې ئې د اتحاد فوري ضرورت باندې زور هم راوړې دې ۔
وزيراعظم د منطقې موجوده حالاتو نه ولي عهد هم خبر کړې او دې لړ کښې امن لپاره د پاکستان کوششونو نه هم خبر کړې، دواړو مشرانو يو بل سره رابطې جاري ساتلو باندې اتفاق هم کړيدې ۔

