د بنګله ديش نيشنلسټ پارټۍ سربراه طارق رحمان د وزیراعظم د عهدې حلف پورته کړېدې،د بنګله ديش پارليمان اراکينو هم حلف اخستې دې ، وفاقي وزير احسن اقبال د حلف بردارۍ دستوره کښې د پاکستان نمائندګي کړې،بلخوا د بنګله ديش عبوري حکومت سربراه ډاکټر يونس د خپلې عهدې نه استعفیٰ ورکړې او بي اين پي له ئې د حکومت جوړولو بلنه ورکړيده ۔
د بي اين پي سربراه طارق رحمان عام انتخاباتو کښې شاندارې کاميابۍ نه پس د بنګله ديش نوې وزيراعظم په حيث د خپلې څوکۍ حلف اخستې دې ، د حلف بردارۍ دستوره صدارتي محل په ځائې د پارليمان ودانۍ نه بهر شويده ۔
صدر محمد شهاب الدين د نوې منتخب وزيراعظم نه حلف اخستې ، دستوره کښې سياسي او عسکري چارواکو، سفارتکارو، د پاکستان ، چين ، بهارت او نور ملکونو نمائندګانو هم ګډون کړېدې ۔
د بنګله ديش د نوې وزيراعظم حلف بردارۍ دستوره کښې وفاقي وزير احسن اقبال هم ګډون کړې ۔
حلف اخستو نه پس خپل اولني خطاب کښې د بنګله ديش وزيراعظم طارق رحمان وئيلي چې هيڅ قسمه بدامني به نۀ برداشت کيږي، د ملک سلامتيا به اولنۍ ترجيح وي ۔
وزيراعظم طارق رحمان اووئيل چې هيواد کښې د سياسي استحکام او سرمايه کارو د اعتماد بحالي او صنعتي ترقي به ترجيحاتو کښې شامل وي ۔
بلخوا د بنګله ديش عبوري حکومت سربراه ډاکټر يونس د خپلې عهدې نه استعفیٰ ورکړې او بي اين پي له ئې د حکومت جوړولو بلنه ورکړيده ۔

