پاکستان او افغانستان ترمينځ تاؤ تريخوالي کمولو لپاره د چين ارومچي ښار کښې مذاکرات جاري دي،د چين خارجه وزارت ترجمانې ماؤننګ وئيلي چې د دواړو فريق مذاکرات مثبت انداز کښې مخ په وړاندې روان دي ۔
بیجنگ: د چين خارجه وزارت ترجمانې ماؤننګ وئيلي چې پاکستان او افغانستان دواړه د چين ثالثۍ ته اهميت ورکوي او د هغې هر کلې کوي ۔
ترجمانې وئيلي چې دواړو هيوادونه خبرو اترو ته دوباره ناستې لپاره تيار دي کومه چې يو مثبت پيش رفت دي ۔
د چين ترجمانې ماوننګ اووئيل چې د چين سرحد پاکستان او افغانستان سره ملاويږي او هغۀ د هغې ترمينځ د ثالثۍ کوششونه کوي ۔
ترجمانې ماؤننګ وئيلي چې د دواړو فريق مذاکرات مثبت انداز کښې مخ په وړاندې روان دي ،چين د دواړو ملکونو روغه جوړه کولو کښې د دريم ګړي کردار له خصوصي اهميت ورکوي ۔
واضحه دې وي چې دفتر خارجه تصديق کړې چې د چين ارومچي ښار کښې د پاکستان او افغانستان ترمينځه خبرې اترې کيږي ۔

