اسلام آباد: د جسټس منصور علي شاه په مشرۍ کښې د سپريم کورټ درې کسيزه عدالت د کپړو پيکنګ لپاره بهر ملکونو نه راوړلې شوي خام مال باندې د ريګوليټري ډيوټي لګولو په ضد د درخواستونو اوريدنه کړېده ۔
سپريم کورټ په خام مال د ريګوليټري ډيوټي لګولو په ضد درخواست مسترد کړے او وئيلي دي چې سپريم کورټ به د حکومت په مالي پاليسۍ کښې مداخلت نۀ کوي ۔
د درخواست جمع کونکي کس وکیل عدالت ته اووئيل چې پيکنګ لپاره استعماليدونکي خام مالونو باندې د ریګولیټري محصول لګول غیر مساوي کار دې ۔
د وکيل وينا وه چې دغه شان یو بل خام مال هم موجود دې په کوم چې هیڅ قسمه ټيکس نۀ دې لګولې شوې ۔
جسټس منصور علي شاه خپل ريمارکس کښې اووئيل چې ريګوليټري ډيوټي وفاقي حکومت لګولې شي، دا د وفاق د پاليسۍ خبره ده، دا د وفاقي حکومت کار دی چې په چا باندې ريګوليټري ډيوټي لګوي ۔
جسټس منصور علي شاه اووئيل چې ښه خبره ده،بيا تاسو هاغا خام مال راوغواړې په کوم چې ريګوليټري ډيوټي نشته ۔
سپريم کورټ د عدالت په حيث د ريګوليټري ډيوټي په اړه خبرې نشي کولې ۔
په دې موقع جسټس عائشه ملک اووئيل چې د حکومت مالي پاليسي کتل زمونږ کار نۀ دې ۔
سپريم کورټ د هائيکورټ فيصلې خلاف اپيل خارج کړې دې ،دې نه وړاندې سندهـ هائيکورټ په خام مال د ريګوليټري ډيوټي لګولو په ضد درخواست مسترد کړې وو او درخواست سپريم کورټ کښې اپيل جمع کړې وو۔