سپريم کورټ په اين ټي ايس ټيسټ کښې څلويښت فيصد نمبرې اخستل د اهليت لپاره لازمي شرط ګرځولې ، او دې لړ کښې ئې د پيښور هائيکورټ فيصله کالعدم ګرځولې ده، جسټس شکيل احمد په دې حواله تحريري فيصله جاري کړې او او اين ټي ايس ټيسټ کښې فيل شوي اميدوارانو بهرتۍ لپاره دائر درخواستونه ئې هم خارج کړيدي، فيصلې مطابق فيل شوي اميدواران د بهرتي پاليسي عدالت کښې چيلنج کولو قانوني حق نۀ لري،ټيسټ کښې ناکامۍ نه پس اميدواران قانوني کاروائي نشي کولې ۔
اسلام آباد: د سپريم کورټ جسټس شکيل احمد اين ټي ايس کښې د فيل شوي اميدوارانو بهرتۍ لپاره دائر درخواستونه خارج کړي او د کيس تځريري فيصله ئې جاري کړيده ۔
فيصلې مطابق فيل شوي اميدواران د بهرتي پاليسي عدالت کښې چيلنج کولو قانوني حق نۀ لري،ټيسټ کښې ناکامۍ نه پس اميدواران قانوني کاروائي نشي کولې ۔
سپريم کورټ وينا وه چې د محکمه تعليم دوه زره اولسم پاليسي قانوني ده ،او عدالتونه پاليسي سازۍ کښې مداخلت نۀ کوي ،وائي چې پيښور هائيکورټ مشاهده غلطه وه ۔
د وزيرتعليم هداياتو قانوني حيثيت نشته، صوبائي وزيرتعليم ته د رولز آف بزنس تحت د بهرتۍ معيار مقرر کولو اختيار ترلاسته دې ۔
ټرائل کورټ فيل اميدواران دميرټ په لسټ کښي شاملولو حکم ورکولو سره د قانون غلط تشريح کړې ،ماتحت عدالتونه د دوه زره اولسم رائج پاليسۍ په ځائے د دوه زره څوارلسم منسوخ شوي پاليسۍ باندې انحصار کړېدي ۔

