مخصوص نشستونو په اړه د سپريم آئيني بنچ فيصلے نه پس د وزيراعظم شهبازشريف ردعمل مخې ته راغلې ، خپل ردمل کېښ وزيراعظم د سپريم کورټ د فيصلې هرکلې کړېدې ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې مخصوص نشستونو په حواله د سپريم کورټ فيصلې هرکلې کوؤ، او د حکومت قانوني ټيم ته اومبراکي ورکوم ۔
وزيراعظم وئيلي چې د آئيني بنچ فيصلې سره د قانون بالادستي قائم شوې او عدالت خپله فيصله کښې د قانون درست تشريح کړي ده ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې اپوزيشن جماعتونو ته پکار دي چې راشي او وفاقي حکومت سره په شريکه د ملک ترقۍ او خوشحالۍ کښې خپل مثبت کردار ادا کړي ۔