پيښور کښې د وزيراعلیٰ سردارعلي امين خان ګنډاپور په مشرۍ کښې د فوډ سيفټي اينډ حلال فوډ اتهارټي غونډه شوې ۔
غونډه کښې چې صوبائي وزيرخوراک ظاهرشاه طورو،ايډيشنل چيف سيکترانو نه علاوه متعلقه چارواکو ګډون کړېدې ۔
په دې موقع وزيراعلیٰ ته بريفنګ کښې وئيلي شوي چې د خېبر پښتونخوا د مختلفو ضلعو څخه د پئيو پنځه سوه درې اتيا نموني ټيسټ کړے شويدي ۔
بريفنګ دوران انکشاف شوې چې پنځه سوه يوڅلويښت نمونې فيل شوي او د پيئو صرف دوه څلويښت نمونې پاس شويدي ۔
بريفنګ کښې وئيلي شوي چې په لوکل ټينک سپلائير کښې اته اوويا فيصده سيمپل او بين الصوبائي ټينک سپلائير کښې نهه نوي فيصده سيمپلو کښې ميلاوټ شويدې ۔
متعلقه چارواکو دا هم وئيلي چې په مجموعي توګه خواؤشا د درې نوي فيصده پئيو نمونې غير معياري او مضرصحت ګرځولې شويدي ۔
دوي اووئيل چې دغه ميلاوټ پيئو کښې د اوبو نه علاوه مضر صحت کيميکلز هم ميلاؤ شويدي ۔
بريفنګ ميلاويدو نه پس وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپورد صوبې په مختلفو سيمو کښې پئيو کښې د مضر صحت کيميکل په ميلاوټ د تشويش څرګندونه کړيده ۔
وزيراعلیٰ حلال فوډ اتهارټي ته پيئو کښې د ميلاوټ مافيا خلاف د سختې کاروائۍ کولو هدايات کړيدي ۔