سټيټ بينک د مانيټري پاليسۍ اعلان کړې او وئيلي دي چې شرح سود به لس اعشاريه پنځه فيصد باندې برقرار وي، ګورنر سټيټ بينک مشرۍ کښې د مانيټري پاليسي کميټۍ اجلاس شوې، اجلاس نه پس شرح سود برقرار ساتلو اعلان شويدې، سټيټ بينک مطابق راتلونکي درې مياشتو لپاره به دغه شرح سود برقرار وي ۔
کراچي: راتلونکي درې مياشتو لپاره د شرح سود مقرره کولو په حواله د ګورنر په مشرۍ کښې د سټيټ بينک آف پاکستان د مانيټري پاليسۍ اجلاس شوې ۔
اجلاس د سټيټ بينک ګورنر وئيلي چې غونډۀ کښې راتلونکي درې مياشتو لپاره شرح سود لس اعشاريه پنځه فيصد باندې برقرار ساتلو فيصله شويده ۔
اعلاميې ترمخه غونډې پر مهال مشرق وسطي کښې جاري جنګ نه پس په پاکستان پريوتې معاشي اثراتو جاج اخستې شويدې ۔
ياده دې وې چې دې نه وړاندې هم سټيټ بينک آف پاکستان شرح سود لس اعشاريه پنځه فيصد باندې برقرار ساتلې وو ۔

