وزيراعلیٰ مراد علي شاه د سندهـ تقسيم خلاف صوبائي اسمبلۍ کښې قرارداد وړاندې کړيدې، کوم چې منظور کړې شويدې،ايم کيو ايم د دغه قرارداد مخالفت کړې، تحريک انصاف او جماعت اسلامي د قرارداد حمايت کړيدې، مراد علي شاه د کراچۍ جدا صوبه جوړولو او د سندهـ د تقسيم خبرو مذمت کړې او وئيلي دي چې دا مهم دې د پاره شروع کړې شوې چې د ملک وحدانيت او امن ختم کړې شي ۔
کراچۍ: سندهـ اسمبلۍ د وزيراعلیٰ مراد علي شاه لخوا د صوبې تقسيم خلاف وړاندې کړې شوې قرارداد منظوري ورکړې ده ، ايم کيو ايم د دغه قرارداد مخالفت کړې دې ، تحريک انصاف او جماعت اسلامي هم د دغه قرارداد حمايت کړېدې ۔
د صوبې تقسيم خلاف قرارداد پيش کولو نه پس ايوان ته خپله وينا کښې وزيراعلیٰ مراد علي شاه اووئيل چې سندهـ د پاکستان جوړونکې صوبه ده ۔
مراد علي شاه د صوبې د تقسيم او کراچۍ جدا صوبه جوړولو په حواله شروع شوې خبرو په سختو ټکو کښې غندنه کړې او وئيلي دي چې هر کس به د دې قرارداد ملګرتيا کوي ۔
وزيراعلیٰ سندهـ مخکښې اووئيل چې د صوبې د تقسيم دغه مهم دې د پاره شروع کړې شوې چې د ملک وحدانيت او امن ته زيان اورسيږي او ختم شي ۔
مراد علي شاه زياته کړې چې نوې صوبه جوړولو لپاره دو تهائي اکثريت پکار دې، چې څوک هم د دې قرارداد مخالفت کوي نو هغوه به د سندهـ د تقسيمولو خبره کوي ۔

