لکي مروت کښې د پوليسو په ګاډي آئي اي ډي چاؤدنه شوې ، پوليس ذرائعو وئيلي چې چاؤدنه کښې اووۀ پوليس اهلکار شهيدان شوي او يو ژوبل شوېدې،شهيد شوې اهلکارو کښې د شادي خيل تهانې ايس ايچ او هم شامل دې ،بلخوا تختي خيل سيمه کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن سرته رسيدلې دې ، پوليس ترجمان ترمخه د کاروائۍ دوران د وژلي شوي ترهه ګرو شميره پنځه ته رسيدلي ده ۔
پوليس ترجمان ترمخه د لکي مروت ټرائبل سب ډويژن بېټني شادي خېل سيمه کښې د پوليس ګاډی باندې آئي اې ډي چاودنه شوې ده ۔
پوليس ترجمان وئيلي دي چې چاودنه کښې د پوليس اووۀ اهلکاران شهيدان او يو سخت ژوبل شوې دې ۔
ترجمان ترمخه په شهيدانو کښې د شادي خېل تهاڼې ايس اېچ او صدر اعظم، ډرائيور کانسټېبل شاه بهرام، کانسټېبل شاه خالد، کانسټېبل حاجي محمد، کانسټېبل ګل زاده، کانسټيبل نامدار او کانسټېبل سخي زاده شامل دي ۔
په چاودنه کښې کانسټېبل انصاف الدين سخت ژوبل شوی دې، پوليس ترجمان وائي چې دا چاودنه هاغه وخت اوشوه کله چې ايس اېچ او صدر اعظم په سرکاري ګاډي کښې په ګشت روان وو ۔
چاودنې وروسته د پوليس درنه نفري موقعې ته رسيدلې، سيمه ئې په ولقه کښې اخستې او د لټون عمليات ئې پيل کړي دي ۔
بلخوا تختي خيل سيمه کښې د ترهه ګرو خلاف آپريشن سرته رسيدلې دې ، پوليس ترجمان ترمخه د کاروائۍ دوران د وژلي شوي ترهه ګرو شميره پنځه ته رسيدلي ده،د دوي ټهکانې هم تباه کړي شويدي،دا آپريشن پوليسو،سي ټي ډي او امن کميټۍ په شريکه کړې وو ۔

