د بلوچستان په مستونګ ضلع کښې سيکيورټي فورسز آپريشن کړې، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ کښې د بهارت حمايت يافته څلور ترهه ګر وژلي شويدي، دغه آپريشن د ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاع شوې، وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله، بارودي او چاوديدونکي مواد ميلاؤ شويدې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان په مستونګ ضلع کښې په خفيه اطلاع کاروائي کړيده ۔
آئي ايس پي آر مطابق دغه کاروائۍ کښې د ترهه ګرو ټهکانې کاميابۍ سره په نښه کړې شوي چې پکښې بهارتي فنډډ څلور ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
آئي ايس پي آر ترمخه آپريشن په موقع د ترهه ګرو لخوا ډزې هم شوي، ولې د فورسز موثره جوابي کاروائۍ سره څلور واړه ترهه ګر وژلي شوي دي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي دي چې د وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او ګوله بارود هم برآمد شوي دي ۔
دغه ترهه ګر په سيمه کښې مختلف کاروائيانو کښې مطلوب وو، د آپريشن وروستو علاقه کښې کلئيرنس او سينيټيائزيشن آپريشن هم شوې دې ۔