د بلوچستان په خضدار ضلع کښې سيکيورټي فورسز د ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاع آپريشن کړېدې، آئي ايس پي آر وئيلي چې کاروائۍ کښې بهارتي حمايت يافته څلور ترهه ګر وژلي شوي ، وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه درنه وسله او ګوله بارود هم برآمد شوي، او دوي يو شمير جرمونو کښې ککړ وو ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز په اوولسم ستمبر د بلوچستان په خضدار ضلع کښې د ترهه ګرو د موجودګۍ په خفيه اطلاع کاروائي کړيده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشن دوران سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ د ډزو شديد تبادله شوې، او دې دوران بهارتي حمايت يافته څلور ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مطابق کاروائۍ دوران د ترهه ګرو خفيه ټهکانې کاميابۍ سره په نښه کړې شوي او سيمه کښې کليئرنس آپريش جاري دې ۔
د پاک فوج ترجمان دا هم وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله ګوله بارود او چاوديدونکي مواد ترلاسه شوي، سيکيورټي فورسز ملک نه د ترهه ګرۍ ناسو خاتمې لپاره پرعزم دې ، او ترهه ګرۍ پيښو کښې ککړ ټول مجرمانو ته به قانون مطابق سزاګانې ميلاويږي ۔