شمالي وزيرستان کښي سيکيورټي فورسز ځانمردګي بريد ناکامه کړے ، آئي ايس پي ار ترمخه کاروائي دوران دري ترهه ګر وژلي شوي ، وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله ترلاسه شويده ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې شمالي وزيرستان کښې په خفيه اطلاعاتو د آپريشن دوران دري ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې د ترهه ګرو خودکش حملې لپاره تيار شوې ګاډي هم ناکاره کړې شويدې ۔
بيان کښي زياته شوې چې سيکيورټي فورسز په منظم انداز کاروائي کړې ، ځانمردګې بريد ئې ناکامه کړې او درې ترهه ګر ئې په موقع وژلي دي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې د وژلي شوي ترهه ګرو د قبضې نه وسله هم ترلاسه شويده ، سيمه کښې د نورو ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ او خاتمې لپاره سينيټائزيشن آپريشن هم جاري دې ۔

