ملتان کښې جاري دوئم ټيسټ ميچ نتيجه خيز مرحله داخل شوې، چرته چې ويسټ انډيز ميچ ګټي لپاره پاکستان ته د دوه سوه څلور پنځوس رنز هدف ورکړيدې ۔
د مقرره هدف په تعاقب کښې قامي ټيم مشکلاتو سره مخ شوې او په شپږ اوويا رنز ئې څلور لوبغاړي آؤټ شويدي ۔
پاکستان ته ميچ ګټي لپاره د نور يو سل اته اوويا رنز او ويسټ انډيز ته د شپږ وکتو ضرورت دې ، ميچ کښې د درې ورځو لوبه لا هم پاتې ده ۔
دې نه وړاندې ويسټ انډيز دوئم اننګز کښې دوه سوه څلور څلويښت رنز باندې آؤت شوې وو ، چې پکښې کريګ براتهويټ ټولو نه زيات دوه پنځوس رز جوړ کړي وو ۔
پاکستان طرف نه نعمان علي او ساجد خان څلور ، څلور، ابرار احمد او کاشف علي يو، يو وکټ اخستې وه ۔
ويسټ انډيز خپل اولني اننګز کښې يو سل دري شپيته او پاکستان يو سل څلور پنځوس رنز باندې آؤټ شوې وو ، او ميلمه ټيم پکښې د نهه رنز برتري هم ترلاسه کړې وه ۔