وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د نړيوال کړکيچن صورتحال په وړاندې د ملک معاشي صورتحال په حواله اجلاس شوې، غونډې ته د حاليه کشيدګۍ وروستو په منطقې پريوتې اثراتو باندې بريفنګ ورکړې شويدې، وزيراعظم د معاشي ترقۍ ، سادګۍ او بچت په اړه تګ لاره جوړولو او اولس باندې کم نه کم بوجهه اچولو هدايت کړې ۔
اسلام آباد: وزیراعظم شہباز شریف په مشرۍ کښې موجوده عالمی تناظر کښې ملکي معاشي صورتحال په حواله جائزه اجلاس شوې چې پکښې منطقه کښې ګشيدګۍ او هغې نه پيدا شوي اثراتو باندې وزيراعظم ته بريفنګ ورکړې شوېدې ۔
اجلاس ته وينا کښې وزيراعظم اووئيل چې ګشيدګۍ صورتحال کښې عالمي معاشي دباؤ کښې سادګي او بچت لائحه عمل تشکیل کول ډير ضروري دي۔ ۔
وزيراعظم موجوده صورتحال کښې ملک کښې کم نه کم معاشي دباؤ لپاره کميټۍ ته هدایت جاري کړې چې دوه ورځو دننه لائحه عمل تشکیل کړې شي ۔
وزيراعظم اووئيل چې عالمي سطح باندې پيټروليم مصنوعاتو اضافې کم نه کم بوجھ په اولس پريوځي، وزيراعظم وئیلی چې معاشی کميټې خپل کردار ادا کړي چې موجوده حالاتو اولس باندې کم نه کم بوجھ راشي او دې لړ کښې دې سفارشات تيار کړې شي ۔
وزیراعظم هدايت کړې چې کم پټرول پمپ قلت پیدا کولو يا ذخیره اندوزې کښې ملوث شو هغه دې فوری بند کړې شي او لائسنس دې منسوخ کړې شي ۔

