د ملک زياتره علاقو کښې د پشکال بارانونو لړۍ وقفې وقفې سره جاري ده، چارسده کښې روان مسلسل بارانونو له امله سیندونو او خوړونو کښې طغیانۍ خطرې لوجې انتظاميې سيند غاړې اوسيدونکي خلقو ته محتاط اوسيدو خبردارې جاري کړې ۔
چارسده: د پشکال بارانونو لوجې د چارسدې سیندونو کښې د اوبو سطح زیاته شوې، چې له امله ئې نشیبې سیمې متاثره کېدو انديښنه رامخې ته شويده ۔
بیړني حالت سره د مقابلې او ولس ته پر وخت ریلیف ورکولو لپاره، د چارسدې ډپټي کمشنر ډاکټر عظمت الله وزیر د ریسکیو ډبل ون ډبل ټو ، ټي ايم اے، سول ډیفنس، پولیس، صحت، تعلیمي ادارو ته د تیار اوسېدو خبردارې ورکړې دې ۔
په دې اړه د چارسدې انتظامیه له ټولو خلقو او په ځانګړې ډول د سیندونو پر غاړو اوسيدونکو ته هدايت کړې چې د بارانونو پر مهال دې احتیاط اوکړي او د سیندونو نيزدې تګ نه دې ډډه اوکړي، بلخوا هيلپ لائن ډيسک هم جوړ شويدې ۔
ياده دې وي چې سحرنه چارسده کښې دباران لړۍ وقفې وقفې سره جاري ده او ضلعي انتظاميه مسلسل د سيندونو جائزه اخلي او مانيټرنګ کوې ۔