د خېبر پښتونخوا مختلفو سيمو او د ملک نورو برخو کښې د باران او په غرونو د واورې وريدو لړۍ دمې دمې سره جاري ده، چې ورسره يخني نوره هم سيوا شويده، موسمياتو محکمې راتلونکي شواروز دوران هم خېبر پښتونخوا، بلوچستان، اسلام آباد، پنجاب ،ګلګت بلتستان او کشميرکښې ځائې په ځائې د نور باران او واورې وريدو امکان څرګند کړېدې ۔
کالام، ملم جبه، دير، چترال او د خېبر پښتونخوا نورو غريزو سيمو کښې تير دوه ورځو راهسې د واورې وريدو لړۍ دمې دمې سره دوام لري، سيلګرو د سيلګريز ځايونو مخه کړې او سنو فال نه خوندونه اخلي ۔
مري، ګليات، بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمير کښې هم ځائې په ځائې د بارانونو او واورې وريدو سلسله وقفې وقفې سره جاري ده ۔
مسمياتو محکمې راتلونکي شواروز دوران د خيبر پښتونخوا ميداني علاقو کښې د نور باران او په غرونو د واورې وريدو امکان څرګند کړيدې ۔
موسمياتو محکمې وئيلي چې دې دوران بلوچستان، پنجاب، اسلام آباد، پوټهوهار ريجن، ګلګت بلتستان او کشمير کښې هم د نور باران او په غرونو د واورې وريدو امکان دې ۔
بارانونو او په غرونو واوره وريدو سره د ملک زياتره علاقو کښې يخني نوره هم سيوا شويده، چارواکو خبردارې ورکړې چې غريزو سيمو کښې دې سيلګري احتياط کوي ، د ټريفک رواني متاثره کيديشي ۔

